په ناور ولسوالۍ کې د خلکو پر مالي لګښت نوې ښوونځی جوړ شو

په غزني ولایت د ناور ولسوالۍ کې يو نوی ښوونځی د سيمهيزو خلکو په مالي مرسته او له طالبانو د مرستو پرته جوړ شوی دی. دغه ښوونځی «شهید محمد حسن» نومول شوی او د جوړېدو لګښت يې تر دوو میلیونو افغانیو لوړ شوی دی.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دا ښوونځی اته درسي ټولګي، يوه اداري خونه، کتابتون او د څښاک د اوبو شبکې لري. د دغه ښوونځي ظرفيت د ۴۰۰ زدهکوونکو لپاره جوړ شوی دی.
د طالبانو تر ادارې لاندې د معارف ریاست ویلي، چې دا پروژه په لېرو پرتو سيمو کې د پوهنې د پراختيا لپاره د ځایي ټولنې د هڅو يوه برخه ده؛ خو منتقد بنسټونه وايي، چې د طالبانو ادارې د معارف په برخه کې ناغېړي، خلک دې ته اړ کړي چې خپله د ښوونې چارو ته مټې را ونغاړي.
د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، او د طالبانو تر واکمنېدو راهيسې، د هېواد په ډېرو سيمو کې د پوهنې بنسټونه پريښودل شوي او د لومړنۍ زدهکړې د برابرولو بار پر ځایي خلکو اچول شوی دی. د ماشومانو—په تېره د نجونو—له زدهکړو پراخ محروميت، د اوسني حاکمیت له مهمو پایلو څخه ګڼل کېږي.




