مهم خبرونهنړیوال

د امریکا د سمندري بریدونو زیاتوالی د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد؛ له سپټمبر راهیسې تر ۱۰۰ ډېر وژل شوي

د امریکا پوځ ویلي، د دې هېواد ځواکونو په ختیځ ارام سمندر کې یو کښتۍ چې د نشه يي توکو د قاچاق شک پرې کېده، په نښه کړې ده؛ د پوځ د چارواکو په وینا، په دې برید کې یو تن وژل شوی دی.

د NBC نیوز د راپور له مخې، د امریکا د پوځ جنوبي قوماندانۍ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ویلي چې دغه عملیات د امریکا د دفاع وزیر پیت هیګست په امر ترسره شوي، ځکه یاد ګاډی د نشه يي توکو د قاچاق پېژندل شویو لارو ته تللی و.

د امریکا د دفاع وزارت زیاته کړې، له سپټمبر میاشتې تر اوسه، د ارام سمندر او کارابین بحر په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر شکمنو کښتيو شاوخوا ۲۰ بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د دغو عملیاتو په غبرګون کې، یو شمېر د بشري حقونو ډلو د امریکا دا بریدونه د اعدامونو فراقضایي ډول او د جګړې جرمونه بللي، او له واشنګټن یې د لا زیات شفافیت او حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

په همدې وخت کې، یو شمېر شنونکي باور لري چې د امریکا پوځي حضور او فعالیتونه په کارابین بحر او ارام سمندر کې یوازې د نشه يي توکو د قاچاق ضد مبارزې پورې محدود نه دي، بلکې د لاتینې امریکا د هغو چپ‌پالو حکومتونو د وېرولو او فشار راوړلو موخه هم لري، کوم چې د واشنګټن له تګلارو سره مخالف دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button