د طالبانو ادارې له اماراتي شرکت سره د بندرونو د نوسازۍ لپاره سند لاسلیک کړ

د طالبانو د مالیې وزارت وایي، له «دیپی ورلد» نومې اماراتي شرکت سره یې یو اقتصادي تفاهملیک لاسلیک کړی دی. د طالبانو د چارواکو په وینا، د دې سند هدف دا دی چې د افغانستان بندرونه ورغول شي او تجهیز شي.
عبدالله اعزام، چې د طالبانو د رئیسالوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر مشر دی، د دې سند د لاسلیک پر مهال په کابل کې ویلي، که دا توافق نهایي شي، د طالبانو اداره غواړي د هېواد د بندرونو مدیریت او فعالیتونه د نړیوالو معیارونو پر بنسټ او د نوې ټکنالوژۍ په وسیله مخته یوسي.
هغه زیاته کړې چې د پروژې په لومړي پړاو کې به د حیرتان بندر چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر پوله موقعیت لري، ورغول شي، او ورپسې به د تورخم بندر د بیارغونې کار پیل شي چې د پاکستان پر پوله پروت دی.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو بندېدو د سوداګریزو تبادلاتو او د سوداګرو د تګ راتګ پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړي دي. منتقدین وايي چې دا ډول تفاهملیکونه داسې مهال لاسلیکېږي چې د طالبانو اداره لا هم نهده توانېدلې د هېواد په اقتصادي مدیریت کې لازم شفافیت او ثبات رامنځته کړي.
«دیپی ورلد» هغه نړیوال شرکت دی چې د بندرونو، ترمینالونو او سمندري ترانسپورت په برخو کې پراخه تجربه لري او مرکز یې د اماراتو د دوبۍ ښار کې دی. دا شرکت په تر زیات ۴۰ هېوادونو کې فعالیت لري او د نړیوالو بندرونو د مدیریت پراخ تجربه لري.




