اقتصاد

ازبکستان د افغانستان د مېوو د صادراتو هوايي لار خلاصه کړه

وروسته له هغه چې پاکستان خپل سرحدي لاره د افغانستان صادراتي مالونو ته بنده کړه، ازبکستان اعلان وکړ چې افغانستان ته یې اجازه ورکړې چې خپله تازه مېوه او سبزيجات د هوايي لارې له لارې د ازبکستان له خاورې بهرنیو بازارونو ته صادر کړي.

د بلخ د والي ویاند حاجي زید په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د بلخ ولایت د چارواکو او د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت د مسئولینو ترمنځ د تفاهم پر بنسټ شوې ده.

د دې هوکړې له مخې، افغان کرنیز محصولات به وکولای شي چې د هوايي دهلیز له لارې د ازبکستان له خاورې روسیې، چین او هند ته صادر شي. د ازبکستان چارواکو ژمنه کړې چې له افغان سوداګرو سره به په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

د پاکستان د سرحدونو تړل، په ځانګړي ډول په داسې مهال چې د تازه کرنیزو صادراتو فصل خپل اوج ته رسېدلی، د افغانستان اقتصاد ته لوی تاوان اړولی دی. د طالبانو اداره چې پر بهرنۍ پالیسۍ واک نه لري او په سیمه‌ییزو دیپلوماتیکو تعاملاتو کې محدوده ونډه لري، تر اوسه د صادراتو د ستونزو لپاره مؤثر حل نه‌دی موندلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button