اروپایي اتحادیې د ایران له پوله شړل شوو افغان کورنیو ته بیړنۍ مرسته رسولې

په داسې حال کې چې ګڼ شمېر افغان کورنۍ له ایرانه له شړل کېدو او بېرته راستنېدو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دي، د فرانسوي بشري مرستندوی بنسټ «سولیداریت انترناسیونال» ډلې د اروپایي اتحادیې په ملاتړ د مرستې لپاره د ایران پولې ته رسېدلې دي.
د دې ادارې د چارواکو په وینا، ډېری بېرته راستنېدونکي کسان له خورا لږ امکاناتو سره افغانستان ته داخلېږي او له جسمي او رواني ستړیا سره مخ دي. دغه ناورین د ایران د فشار راوړونکو پالیسیو او په افغانستان کې د حمایوي امکاناتو د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی.
اروپایي مرستندویو ټیمونو په لومړي پړاو کې بېرته راستنو هغو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه، روغتیایي خدمتونه او نور لومړني اړین توکي ورکړي دي. دغه مرستې په داسې شرایطو کې تر سره کېږي چې د طالبانو حکومت له دغو خلکو سره مناسبه همکاري نه کوي، سره له دې چې له دوی تمه کېږي چې د بېرته راستنېدونکو ملاتړ اساسي مسؤلیت پر غاړه واخلي.
نړیوالو موسسو، په ځانګړي ډول اروپایي اتحادیې، له وړاندې د افغانستان له ناوړه بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې اړو افغانانو، په ځانګړي ډول د سرحدي سیمو خلکو ته، باید بې له خنډه لاسرسی برابر شي. خو د طالبانو اداره د مرستندویو ادارو د فعالیتونو پر وړاندې محدودیتونه وضع کړي او د دې بشري ناورین په اړه لازم اقدام نه دی کړی.




