حنظله هکر ډلې د صهیونیستي څېرو پر ضد د نویو سایبري بریدونو خبرداری ورکړ

د حنظله نومې هکر ډلې د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د یو شمېر پیژندل شویو صهیونیستي څېرو پر ضد یې د نویو سایبري بریدونو هدفونه ټاکلي دي.
د روسیا الیوم لهخوا د صهیونیستي «والا» خبريسایټ له قوله ویل شوي، دا پیغام د «ماشومان وژونکي د حساب ورځې په انتظار دي» تر سرلیک لاندې خپور شوی او د پیغام موخه د نیول شویو خاورې اوسېدونکي بلل شوي دي.
په پیغام کې حنظله ټینګار کړی چې دایمي او عادلانه سولې ترلاسه کول یوازې هغه مهال شوني دي، چې د مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو په ګډون د مقدسو خاورې ټول اوسېدونکي، پرته له افراطي ډلو، په یوه پراخ او آزادو ټاکنو کې برخه واخلي.
دا ډله، چې د یهودانو د مذهبي حانوکا اختر نېټه هم رانېږدې شوې، خپلو مخاطبینو ته پوښتنه وړاندې کړې چې د کوم صهیونیستي مقام د معلوماتو افشا کېدل غواړي؟
په اعلامیه کې دغه راز د امنیت پخوانی وزیر ایتمار بنگویر، د دفاع پخوانی وزیر یواف ګالانت، د کنست غړې تالی ګوتلیب او پخوانی وزیر بنی ګانتز د هغو څېرو په توګه یاد شوي، چې ښایي د سایبري بریدونو هدف وګرځي.
دا اعلامیه یوازې څو ساعتونه وروسته خپره شوې، چې د صهیونیستي رژیم پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت، د حنظله ډلې له لوري د خپل ګرځنده تلیفون د حک کېدو په اړه غبرګون وښود او خپله چوپتیا یې ماته کړه.




