امنیت او پېښېمهم خبرونه

جبههٔ آزادی: د بدخشان په مرکز کې مو د طالبانو پر قرارګاه برید وکړ

د افغانستان د جبههٔ آزادی په وینا، د شنبې شپې ۲۲ قوس په ماښام دغه جبهې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌آباد ښار کې د طالبانو د ادارې اړوند ځایونه او تاسیسات تر برید لاندې راوستي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د جبههٔ آزادی له لوري خپره شوې، ویل شوي چې په دې برید کې درې طالبان وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی. د یادې جبهې په وینا، دا برید د دوی د ځواکونو له خوا داسې ترسره شوی چی دوی ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو هغه ځانګړې قطعه چې ورته «قطعه ریزرف» ویل کېږي، د دوی د برید اصلي هدف و. جبههٔ آزادی ادعا کوي چې دغه قطعه د طالبانو له لوري د مدني اعتراضونو د ځپلو او د سیمې اوسېدونکو تر منځ د وېرې او ډار د خپرولو لپاره کارول کېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې له بېلابېلو ولایتونو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو څخه د خلکو سره د ناسم چلند او جدي امنیتي محدودیتونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د خبر تر لیکلو د مهاله، د طالبانو ادارې د دې برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی. تر دې وړاندې، د جبههٔ آزادی غړیو د جمعې په ورځ ۲۱ قوس هم اعلان کړی و چې د قندوز ښار د طالبانو د جلب او جذب مرکز یې تر برید لاندې راوستی دی، چې په وینا یې پکې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button