طالبانو د نفت او ګازو خپلواک ریاست جوړ کړ

طالبانو اعلان کړی چې د ملا هبتالله اخندزاده په امر یو نوی ریاست په نوم د “نفت او ګازو خپلواک اداره” جوړېږي، څو د دې برخې پراخې او بېلابېلې چارې په یوه واحد بنسټ کې راټولې شي.
د طالبانو د اداري چارو رئیس نورالحق انور د یکشنبې په ورځ، د قوس ۲۳مه، پر ایکس شبکه کې لیکلي چې دا فیصله د طالبانو د صدراعظم په وړاندیز او د طالبانو د مشر په حکم شوې ده. د دې پرېکړې له مخې، شاوخوا اته ریاستونه او یو شمېر وزارتونه او ادارې چې د نفت او ګاز په برخه کې ښکېل دي، به نوي جوړښت ته انتقال شي.
انور ویلي، د طالبانو کابینه باوري ده چې د واکونو تمرکز په یوه خپلواکه اداره کې کولای شي د نفت او ګازو د تولید، مدیریت او وارداتو بهیر ښه کړي. دا دعوه په داسې حال کې کېږي چې د شفافیت، خپلواکې څارنې او عامه حساب ورکونې نشتوالي له امله له جدي پوښتنو او اندېښنو سره مخ ده.
د افغانستان په شمال کې د آمو سیند حوزه د هېواد له ستره نفت او ګاز لرونکو سیمو څخه ده، او نړیوالو ادارو د ارزونو له مخې، یادې سیمې د خام نفت او طبیعي ګاز د پام وړ ظرفیت لري. سره له دې، تر اوسه طالبانو خلکو ته د قراردادونو څرنګوالي، د واقعي استخراج کچه او د دغو منابعو د خرڅلاو له عوایدو څخه د استفادې څرنګوالی شفاف نه دی څرګند کړی.
په تېرو میاشتو کې طالبانو ویلي چې له دغې سیمې څخه یې زرګونه تُنه نفت استحصال کړي او د میلیونونو ډالرو په ارزښت یې پلورلي دي. همداراز، د سرپل ولایت قشقري سیمه کې د نفتو استخراج د ۱۴۰۱ هجري کال د حمل له ۱۹مې پيل شوی. دا چارې د ملي او نړیوالې څارنې له نشتوالي سره، د طبیعي زیرمو پر مدیریت او د خلکو پر هغو ګټو د لاسرسي په اړه چې باید تر لاسه یې کړي، اندېښنې ډېرې کړي دي.




