۹۰ سلنه د افغانستان د قالین اوبدونکو ښځې دي؛ خو لږ عواید لري

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې ۹۰ سلنه د قالین اوبدونکو په افغانستان کې ښځې دي. که څه هم چې دوی د دې صنعت اصلي ستنې ګڼل کېږي، خو تر ټولو لږ عواید ترلاسه کوي. د دې راپور له مخې، د افغانستان د قالین صنعت چې د هېواد له مهمو صادراتي سکتورونو څخه شمېرل کېږي، تر ډېره د ښځو پر هڅو او مهارتونو ولاړ دی.
د دغه سازمان له قوله، دا راپور د چهارشنبې (د قوس ۱۹مه) خپور شوی او پکې ویل شوي، چې د ښځو اقتصادي پراختیا د ملاتړ لپاره یوه تخنیکي کارګاه له افغاني قالین جوړوونکو استازو او سیمهییزو سوداګریزو شریکانو سره یو ځای، په ازبکستان کې د “ایرتوم” آزادې اقتصادي سیمې په سیمه کې جوړه شوې. دا سیمه د بلخ ولایت ته نژدې موقعیت لري، او شاوخوا ۷۰ سلنه د افغانستان قالین هم له همدې ځایه صادرېږي.
سوزان فرګوسن، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې، ویلي چې ښځې باید د قالین تولید له ابتدایي پړاوونو لکه د وړۍ تولید او سپينولو، تر اوبدلو او پلور پورې هره مرحله کې ملاتړ شي.
هغې ټینګار کړی چې د ښځو نړيوالو بازارونو سره نښلول او د برابر فرصتونو برابرول، د دې صنعت د دوام او پراختیا لپاره ډېر مهم دي. خو دا چې د طالبانو ادارې پر ښځو پر کار او تعلیم پراخ بندیزونه لګولي، دا هڅې د نړیوالو ادارو له لوري ځانګړې مانا لري.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی، چې د ښځو ونډې او مشرتوب د افغانستان د قالینبافۍ سکتور کې د زیاتېدو لپاره به خپلې هدفمندې برنامې جاري وساتي، تر څو د اقتصادي عدالت او دوامداره پرمختګ زمینه برابره شي.




