۶.۶ درجې زورور زلزله د اندونیزیا شمال لوېدیځ لړزاوه

تیرو شپو ورځو کې یو زورور زلزله د اندونیزیا د سوماترا ټاپوګانو په شمال لوېدیځ کې موقعیت لرونکې سیمئولو ټاپو ولړزوله. د امریکا د متحده ایالاتو د جیولوژیکي ادارې په وینا، د دې زلزلې شدت ۶.۶ درجې و او محلي وخت په ۱۱:۵۶ دقیقه ناوخته رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د زلزلې مرکز د ځمکې له سطحې ۲۵ کیلومتره ژور تشخیص شوی او دا زلزله د سیمئولو ټاپو ته نږدې بحري ساحو کې رامنځته شوې ده؛ هغه ټاپو چې له دې مخکې یې هم د ویجاړوونکو زلزلو تجربه کړې ده.
تر اوسه پورې د سونامي احتمالي پېښې په اړه هیڅ خبرداری نه دی صادر شوی، او تر اوسه د احتمالي تلفاتو یا مالي زیانونو هیڅ باوري راپور نه دی خپور شوی. د اندونیزیا چارواکو هم لا تراوسه کوم رسمي عکسالعمل یا د حفاظتي تدابیرو په اړه څه نه دي ویلي.
اندونیزیا، چې د ارام سمندر د «اور حلقې» پر سیمه پرته ده، په دوامداره توګه د زلزلو له ګواښ سره مخ ده. په تېرو وختونو کې هم په دې سیمه کې زلزلو پراخ زیانونه اړولي دي.




