یوناما: طالبان باید د بشر حقونو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي

نن د ډېسمبر لسمه نېټه، په نړېواله کچه د بشر حقونو نړیواله ورځ لمانځل کېږي؛ دا ورځ د ۱۹۴۸ میلادي کال د دسمبر پر لسمه له خوا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ لخوا په پاریس ښار کې د «بشر د حقونو نړیوال اعلان» د تصویب د یادولو لپاره ځانګړې شوې ده. دا سند د انسان د کرامت او حقونو د خوندیتوب لپاره له بنسټیزو نړېوالو اسنادو څخه شمېرل کېږي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د دې ورځې په مناسبت، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته په کتو، په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار محدودیتونو ته اندېښنه ښوولې ده او وایي چې د طالبانو اداره باید د بشر د حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته عملي ګامونه واخلي.
په د یوناما اعلامیه کې راغلي چې د بشر حقونو ته درناوی د معاصر حکومتولي نه بېلېدونکی مسؤلیت دی او هر ډول د آزادیو محدودول نه یواځې د انساني ارزښتونو پر ضد دي، بلکې د ټولنیزې ودې او دوامدار پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي.
د بشري حقونو کارپوهان هم باور لري چې د بشر د حقونو نړیوالو اصولو ته ژمنتیا کولای شي، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د ښې اړیکې زمینه برابره کړي. خو د طالبانو د ادارې روانې محدودوونکې تګلارې په ښځو او نجونو باندې، د دې اهدافو د تحقق پر وړاندې یو بنسټیز خنډ بلل کېږي.




