مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ: له دریم‌نړۍ هېوادونو کډوال به هېڅکله امریکا ته پرېنږدو

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، که دويم ځل ولسمشر شي، خپل ضدکډوالۍ پالیسۍ به لا شدیدې کړي او د دریم‌نړۍ له هېوادونو څخه د کډوالۍ بهیر به دایمي بند کړي. نوموړي دغه اقدام د متحده ایالاتو د “بشپړ سیستم بیا رغونې” برخه بللې ده.

ټرمپ زیاته کړې چې له دې وروسته به د امريکا فدرالي مرستې او اسانتياوې یوازې د هغه هېواد اتباعو ته ځانګړې وي، او هغه بهرني وګړي چې د دې هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي، یا له “لوېدیځ تمدن” سره برابر نه وي، له امریکا ایستل کېږي.

نوموړي د پخوانیو کډوالۍ پالیسو سخت انتقاد کړی او ویې‌ویل چې دا پالیسي د امریکا د خلکو د ژوند کچه کمه کړې او د هېواد لاسته راوړنې یې له پوښتنې سره مخ کړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د هغو کډوالو تابعیت به هم لغوه شي چې د امریکا داخلي ثبات ته خطر پېښوي.

له دې څرګندونو سره هم‌مهاله، د امریکا د ګمرک او کډوالۍ اداره وايي چې د ۱۲ هغو هېوادونو د اتباعو دایمي استوګن‌پاس (ګرین کارت) به له سره و ارزول شي. د یادې ادارې رئیس، جوزف ادلو، په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې له “مشکوکو هېوادونو” څخه د کډوالو د دوسیو د بیا څېړلو امر ورکړل شوی.

ټرمپ مخکې افغانستان هم د همدغو هېوادونو په نوم‌لړ کې شامل کړی و، چې له کبله یې امریکایي افغان کډوال ډير اندېښمن شوي. د کډوالو د حقونو فعالان او ګڼ کارپوهان دغه پالیسي تبعیضي بولي او له انساني اصولو او د بشر له حقونو سره یې په تضاد کې ګڼي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې زرګونه افغانان، په تېرو کلونو کې، په ځانګړې توګه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، امریکا ته تللي او دا مهال له یو ناسم برخلیک او سیاسي ګواښونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button