اقتصادمهم خبرونه

د مزارشریف اوسېدونکي د سوند توکو د لوړ نرخ له امله اندېښمن دي

د سړې هوا له پیل سره، د مزارشریف ښار اوسېدونکي وايي چې د سوند توکو لکه سکرو او لرګیو بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي. ځینې یې خبرداری ورکوي چې دا وضعیت د لږ عوایدو لرونکو کورنیو ورځنی ژوند لا نور هم سخت کړی دی.

حافظ‌الله، د دې ښار یو تن اوسېدونکی، ویلي چې تېره اونۍ یې یو سیر سکاره په ۵۵ افغانۍ اخیستل، خو اوس یې بیه ۶۵ افغانیو ته رسېدلې ده. جمال‌الدین، بل اوسېدونکی، زیاتوي که څه هم په نرخونو کې د تېر کال پرتله ډېر توپیر نشته، خو د خلکو اقتصادي توان کم شوی او ډېری خلک د سوند توکو د اخیستو وس نه لري.

له بلې خوا، د مزارشریف ښار سوند‌ توکو پلورونکي هم د عمده‌فروشي بیو د زیاتوالي شکایت کوي. د دوی په وینا، د یوه ټن سکرو بیه د تېرو میاشتو پرتله تر ۱۵۰۰ افغانیو لوړه شوې او د یو خرور (بار) د لرګیو بیه هم نژدې ۵۰۰ افغانۍ پورته شوې ده. محمد عمر، یو تن د سوند توکو پلورونکی، وايي چې د تېر کال په پرتله د لرګیو بیه شاوخوا ۵۰۰ افغانۍ زیاته شوې ده.

د دغو شکایتونو سره سره، د مزارشریف ښاروالۍ چارواکي وايي چې بازارونه په منظم ډول تر څار لاندې دي. د ښاروالۍ ویاند مصطفی محمدي وایي، د نرخونو د څار کمېسیون په دوامدار ډول بازارونه څاري او دغه اداره د بیو کنټرول ته جدي پاملرنه کوي.

خو اوسېدونکي تمه لري چې د طالبانو اداره دې د سوند توکو د بیو د لوړوالي د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وکړي. دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د پلازمېنې اوسېدونکو هم د سوند توکو د لوړو قیمتونو له امله شکایتونه کړي وو، خو تر اوسه د طالبانو له خوا د دې لړۍ د مهار لپاره کوم عملي او د پام وړ ګام نه دی اخیستل شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button