روغتيامهم خبرونه

د ننگرهار کې د ډینګي تبې خطرناک زیاتوالی؛ روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه ښيي

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ختیځ ننگرهار ولایت کې د ډینګي تبې د مشکوکو پېښو شمېر د اندېښنې وړ زیات شوی دی. دې ادارې ویلي چې یوازې د نومبر په میاشت کې تر زرو ډېر مشکوکې پېښې ثبت شوي، چې دا د تېرو میاشتو پرتله شاوخوا اته سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، سره له دې چې د ناروغانو شمېر ډېر شوی، تر اوسه له دې ناروغۍ څخه د مرګ کوم راپور نه دی ورکړل شوی. خو د پېښو زیاتوالی دا ښيي چې د ډینګي ویروس د سیمې په ټولنو کې په چټکۍ سره خپرېږي. د ناروغانو پر نمونو ترسره شوي ازموینې ښيي چې شاوخوا ۶۶ سلنه ناروغانو دا ویروس لرلی.

د ډینګي تبې یو ویروسي ناروغي ده چې د آئدس پشه یا ببري مچ له لارې انسان ته انتقالېږي. که څه هم دا ناروغي عموماً په ګرم او لند اقلیم لرونکو سیمو کې شایع ده، خو په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو محدود لاسرسی او د مسؤلو ادارو کم‌کاري یې د چټک خپراوي زمینه برابره کړې ده.

د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه ټولټال ۴۳۸۴ مشکوکې پېښې ثبت شوي دي، چې ډېر تمرکز یې په ننگرهار، لغمان، کونړ، کابل، غزني او پکتیا ولایتونو کې شوی دی. همداراز، د رسمي شمېرو له مخې ۴۱.۶ سلنه ناروغان ښځې دي او ۹۸ سلنه تر پنځو کلونو لوړ عمر لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د طالبانو د ادارې له خوا روغتیایي وضعیت ته کمه پاملرنه، د بحران د پراخېدو له سترو لاملونو څخه ده. دا سازمان د بیړني عکس‌العمل ټیمونو چمتووالي، د څارنې پیاوړتیا او پراخ پوهاوي غوښتنه کړې. د افغانستان ختیځو سیمو کې خلکو ته محدود روغتیایي لاسرسی، ناکاره مدیریت او د طالبانو ادارې روڼتیا نشتوالی بحران لا سخت کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button