ټولنهیزدوهم سرلیکمهم خبرونه
د سرپناه حق؛ د افغانانو د امنیت او هوساینې مهم عنصر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو دفتر د سرپناه، ځمکې او شتمنۍ پر حقونو ټينګار کړی دی. دغه اداره وايي چې د دغو حقونو تأمین افغانانو ته دا زمینه برابروي چې له جبري ایستلو پرته پخپلو کورونو کې له وېرې پرته ژوند وکړي. د دې سازمان په باور، کور باید یوازې د سرپناه ځای نه وي، بلکې باید فزیکي امنیت، د ژوند اړتیاوې او د راتلونکي جوړولو لپاره زمینه برابر کړي. د دغو حقونو ساتنه او ملاتړ د خلکو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره بنسټیز رول لري، او نادیده نیول یې د اندیښنو، ناامنیو او د ټولنې د کمزوري کېدو لامل کېدای شي.




