په کابل کې د ولایت مقام مخې ته د هوایي پل د جوړېدو کار پیل شو

نن سهشنبه د ۱۴۰۴ کال د جدې په نهمه نېټه، د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه هوایي پل د جوړېدو کار د کابل ولایت مقام مخې ته پیل شو. دا پروژه د ښار له هغو ګڼې سیمو څخه د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو په موخه طرحه شوې ده.
د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې، د طالبانو د ادارې د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نفوس زیاتېدو، اقتصادي فعالیتونو پراخېدو او د کابل د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ښار جدي اړتیا لري څو په ښاري پرمختګ، د ترانسپورټ زیربناوو او ښاري نظم کې پراختیا ومومي. هغه وویل، کابل باید د یوه منظم او معاصر ښار د پلان پر بنسټ وده وکړي.
دغه د طالبانو چارواکي د کابل ښاروالۍ د ترافیکي تنظیم او ښاري نظم په برخه کې هڅې وستایلې او دا یې یو مهم ګام وباله. خو ښاري کارپوهان بیا ټینګار کوي چې داسې مقطعي پروژې که د یوې پراخې او روڼې ښاري سترې پراختیايي طرحې برخه نه وي، نو د کابل د ترانسپورټ بنسټیزې ستونزې او بېنظمۍ به په دوامدار ډول حل نهشي.
د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال له کابل ښاریانو وغوښتل چې د ښار په پاکساتنه او ښاري نظم کې همکاري وکړي. هغه وویل، دا کار یوازې د خلکو نه بلکې د اړوندو ادارو له مسؤلیت، ځوابویونې او اغېزمن پلان جوړونې سره تړاو لري.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغه هوایي پل به ۲۳۵ متره اوږد، ۱۸ متره سور او ۶٫۸ متره لوړ وي. د جوړېدو بیه یې ۴۶۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوې او ټاکل شوې ده چې په ۱۵ میاشتو کې بشپړ شي. د دې پروژې د شفاف، معیاري او پر وخت عملي کېدو غوښتنه د کابل د اوسېدونکو له مهمو غوښتنو څخه بلل کېږي.




