مهم خبرونهنړیوال

اسرایيلي ځواکونو د آنروا دفتر تلاشي کړی؛ د ملګرو ملتونو پر مصونیت د تېري اندېښنې

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (آنروا) ويلي، چې د دوشنبې سهار د اسرایيلو امنيتي ځواکونو د قدس په شيخ جراح سیمه کې د دې نړیوال بنسټ دفتر تلاشي کړی. آنروا په یوه بیان کې ویلي، چې دغه ځواکونه دفتر ته ننوتل، د کارکوونکو موبايلونه يې ضبط کړل او د اړیکو لارې يې بندې کړې.

د پیښې پر مهال د ملګرو ملتونو هیڅ غړی د دفتر دننه نه و.

آنروا ټینګار کړی چې دا اقدام د نړیوالو قوانینو له مخې، د ملګرو ملتونو ماموریتونو پر مصونیت ښکاره تېری بلل کېږي.

تر دې مخکې هم، د آنروا دفترونه او تاسیسات د غزې په نوار کې د پوځي عملیاتو پر مهال تر بریدونو لاندې راغلي وو. د نړیوالو ادارو پر مصونیت پرله‌پسې بریدونه کولای شي په نړیواله کچه اندېښنې راوپاروي، او دا وضعیت ښيي چې په سیمه‌ییزو شخړو کې پر بشري مرستو د فشارونو کچه ورځ تر بلې زیاته کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button