مهم خبرونهنړیوال

د هند هڅې د مسکو او لویدیځ ترمنځ اړیکو کې توازن وساتي

د هندي ورځپاڼې «هندو» د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نوې سفر چې نوی ډیلي ته یې ترسره کړ، د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې ملګرتیا د پنځه ویشتمې کلیزې له نمانځنې سره هممهاله وو. دغه سفر د هند او روسیې ترمنځ په اړيکو کې یو نوی فصل پرانيزي. دا لیدنه داسې مهال ترسره شوه چې لویدیځ هڅه کوي روسیه او لوړپوړي چارواکي یې له نړیوالو اړیکو څخه ګوښه کړي. خو د هند صدراعظم نریندرا مودي له پوتین سره په نوی ډیلي کې تود هرکلی وکړ، چې دا کار یو روښانه پیغام ګڼل شوی، څرگندوي چې هند د اوکراین د سولې له بهیر ملاتړ کوي، خو له مسکو سره توازن لرونکي اړیکو ته ژمن دی.

ورځپاڼې ویلي، هند او روسیې یوه نوې نقشه وړاندې کړې چې له مخې یې غواړي اقتصادي همکارۍ پراخې کړي، ګډه سوداګري پراخه کړي، سمندري دهلېزونه اسانه کړي او د ملي اسعارو په کارولو د پیسو نوی سیستم رامنځته کړي، تر څو د لویدیځ بندیزونه له ستونزو پرته تر شا پرېږدي.

سره له دې چې دا همکارۍ اعلان شوې، خو د روسیې د نفتو د وارداتو زیاتوالي، او یا هم د مهمو تړونونو د امضاء په اړه – لکه دفاعي، هستوي یا فضايي صنایع – کوم تفصیل نه دی ورکړل شوی. دا ښيي چې د هند دولت د لویدیځو فشارونو او اندېښنو ته پام کړی او هڅه کوي چې د جیوپولیتيکي سیالیو په منځ کې له روسیې سره اړیکې وساتي، او هممهاله له امریکا او اروپايي اتحادیې سره خپل ستراتیژیک مناسبات خوندي وساتي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button