د یونان سواحلو کې د ۱۸ کډوالو مړي موندل شوي

د یونان د سواحلي ګارد مشرانو د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې د کریت ټاپو سوېلي لوېدیځو سواحلو ته نېږدې، یو نیمه ډوب کښتۍ کې د ۱۸ کډوالو مړي موندل شوي دي. د دې پېښې په ترڅ کې دوه ژوندي پاتې شوي کسان د ژغورنې ټیم له خوا ژغورل شوي او درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یوناني چارواکو په وینا، یاده کښتۍ د کریت له ساحله شاوخوا ۲۶ سمندري میله لرې موقعیت درلود او داسې ښکاري چې سرنشینانو یې له موندل کېدو مخکې، څو ساعته یا ان څو ورځې بې له اوبو، خوړو او سرپناه د سمندر په څپو کې بې سرنوشته پاتې شوي وو. ژوندي پاتې شویو کسانو ویلي چې یو ناڅاپي طوفان او د سمندر خراب وضعیت د کښتۍ د ویجاړېدو او د دې فاجعې لامل شوی دی.
فورنسيکي ډاکټران دا مهال د قربانیانو د مړینې دقیق علتونه څېړي؛ داسې احتمال شته چې د بدن اوبو کموالی، ګرمۍ وهل او اوږدمهالی فشار د دې کسانو د مرګ لامل شوي وي. د یونان پلټنیزې ادارې هم د پېښې د ځای او د قربانیانو د پېژندګلوي د څېړلو کارونه پيل کړي دي.
یاده پېښه د هغو سمندري تراژیدیو له لړۍ وروستۍ ده چې کډوال د تاوتریخوالي، فقر او بېثباتۍ څخه د خلاصون په موخه، له افغانستان او نورو هېوادونو څخه اروپا ته د رسېدو لپاره خطرناک سمندري سفرونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری دغه کډوال د طالبانو تر ادارې لاندې د تعقیب او فشار له وېرې هېواد پرېږدي، خو د نړیوالو اړینو ملاتړونو نشتوالی او د دوی د بشري وضعیت ته بېپروايي، د دغسې فاجعو د دوام سبب ګرځي.




