امریکا: عراق له مقاومتي ډلو سره د مبارزې هڅو کې ناکام پاتې شوي يو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې واشنګتن د عراق له حکومته سره د مقاومتپالو ډلو پر ضد د هڅو په برخه کې همکاري نده ترلاسه کړې او دغه هڅې مؤثرې نه وې.
هغه د جو بایډن ادارې نوم یاد کړی او ويلي يې دي چې تمه یې لرله بغداد به د حزبالله لبنان او انصارالله یمن په څېر ډلو شتمنۍ کنګل کړي، خو د عراق شاتګ واشنګتن ناامیده کړی.
ویاند ادعا کړې چې دا ډلې سیمه او نړۍ ته ګواښ دي او له بېلابېلو هېوادونو یې غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې خاوره يې د دغو ډلو لخوا د فعالیتونو لپاره، لکه روزنه، مالي تمویل، وسلو ترلاسه کول یا بریدونه ترسره کول، ونه کارول شي.
هغه زیاته کړې چې متحده ایالات به پر عراق خپل فشارونه روان وساتي ترڅو دا هېواد د دغو ډلو فعالیتونه محدود کړي او مشخص اقدامات ترسره کړي.
که څه هم دا څرګندونې د امریکا د رسمي پالیسۍ انعکاس کوي، خو د بغداد همکارۍ نشتونې دا پوښتنې راولاړې کړې چې آیا دا تګلاره د امریکا سیمه ییز تعاملات او نفوذ په عراق کې اغېزمن کولی شي که نه.




