یونیسف د اقلیمي بدلون پر ضد د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف له نړیوالو مشرانو غوښتي چې د اقلیمي بدلون له پایلو څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي. دغه نړیوال سازمان ټینګار کړی چې ماشومان د اقلیمي بحران پر مهال تر ټولو ډېر زیانپذیر قشر دی.
یونیسف ویلي، هغه ماشومان لکه اووه کلن ‘ایان’ چې په ګواتيمالا کې ژوند کوي، حق لري چې په یو سالم او خوندي چاپېریال کې وده وکړي. سازمان له دولتونو غواړي چې د ماشومانو لپاره اړینې بنسټیزې خدمات لکه اوبه، روغتیا او زدهکړه د اقلیمي بدلون له ګواښونو څخه خوندي کړي او مقاومت یې لوړ کړي.
په دغه اعلامیه کې راغلي، هیوادونه باید ماشومان د خپلو ملي اقلیمي پالیسیو او پروګرامونو په مرکز کې ځای کړي، د ګلخانهیي ګازونو اخراج راکم کړي او هغه عامه خدمات چې ماشومان پرې تړلي دي، لا پیاوړي کړي.
په افغانستان کې چې اوسمهال د طالبانو تر ولکې لاندې دی، د اقلیمي بحران له امله د وچکالۍ زیاتوالی، سېلابونه او د طبیعي منابعو کمښت میلیونونه ماشومان له خطر سره مخ کړي دي. خو د طالبانو اداره تر دې دمه د اقلیمي بدلون د اغېزو، چې ماشومان سخت ځپي، پر وړاندې کومه روښانه او مشخصه طرحه وړاندې کړې نه ده.




