ټولنه‌یزمهم خبرونه

د کندهار پنځو ناحیو کې د اوبو د کمښت بحران زیات شوی

په کندهار ښار کې د اوبو د کمښت بحران د دې ښار د پنځو ناحیو د اوسېدونکو ژوند ډېر اغېزمن کړی دی. خلک وايي، که دا ستونزه ژر ونه حل شي، ښایي اړ شي چې له خپلو مېنو څخه کډه وکړي.

د خلکو په وینا، د څښاک اوبو کمښت یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده او سیمه ییز مقامات هم د ځمکې د لاندې اوبو د کچې راټیټېدو خبره تأییدوي. د طالبانو اداره وایي، د پرلپسې وچکالیو او د ناقانونه څاه‌وو د پراخې کیندنې له امله، د کندهار د ځمکنیو اوبو سطحه په تېرو یوو کالو کې تر ۴۰ مترو پورې کښته شوې ده.

دا بحران، په ځانګړې توګه د ښار دوولسمې، نهمې، اوومې، دیارلسمې او پنځمې ناحیو ته زیان رسولی او د خلکو زیانمنتیا یې زیاته کړې ده. د اوبو د سرچینو پر مدیریت د طالبانو د ادارې کم‌پاملرنه او د مؤثرو اقدامونو نه‌شتون د خلکو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

شواهد ښيي چې شاوخوا ۳۰ زره ناقانونه څاوي د کورنیو جایدادونو دننه کیندل شوې او څه باندې ۵۰ تجارتي څاوي هم د ښار په کچه فعالې دي. راپورونه وایي، یو شمېر تجارتي څاوي د اړتیا څخه زیاته فعاله دي چې له امله‌يې پراخه د اوبو ضایعات رامنځته شوي دي.

په داسې حال کې چې خلک د وضعیت د لا خرابېدو مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کوي، د طالبانو اداره تر اوسه د دې بحران د کنټرول لپاره کوم مشخص پلان نه‌دی وړاندې کړی. دا بې‌پامي کولای شي پراخې ټولنیزې او بشري پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button