د طالبانو له لوري د پنځهشېر له کانونو دوه زره قیراط زمرد خام په میلیونونو افغانۍ پلورل شوي

د طالبانو ادارې په یو تازه اقدام کې له پرلهپسې نیوکو سره سره، له پنځهشېر ولایته د څه باندې ۲٬۸۰۰ قیراطو زمردو کانونه د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي. راپورونه وايي چې دغه داوطلبۍ پرون د پنځهشېر ولایت له لوري تنظیم شوې، چې د هغې پایله کې دغه قیمتي ډبرې په څه باندې یو میلیون او ۹۰۰ زره افغانۍ پورې یو شمېر داخلي سوداګرو ته خرڅې شوې دي.
د پنځهشېر د والي ویاند، سیفالدین لتون، ویلي چې دغه زمرد له دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له کانونو را ایستل شوي او د هېواد قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو سوداګرو ته ورکړل شوي دي. ښاغلي لتون ادعا کړې چې د داوطلبۍ بهیر د کانونو د ساتنې کمېټې د پلاوي په شتون کې او د بشپړې شفافیت تر سیورې لاندې ترسره شوی دی.
خو منتقدین پر داسې اقداماتو نیوکه کوي، وایي قیمتي ډبرې په خام ډول پلورل پرته له دې چې کورني ظرفیتونه د پروسس لپاره وارزول شي، نه یواځې دا چې د هېواد د کورني ارزښت له منځه وړلو ته زمینه برابروي، بلکې د طبیعي شتمنیو د ضایع کېدو او غصب خطر هم زیاتوي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو اداره وار له مخې هم د اوږدمهاله پانګونې پر ځای، د طبیعي سرچینو سمدستي استخراج او پلور ته لومړیتوب ورکړی دی.
پنځهشېر ولایت د زمردو له بډایه کانونو له امله د هېواد یوه مهمه طبیعي خزانه بلل کېږي. خو د تیرې یوې لسیزې راهیسې د دغو شتمنیو ناسم مدیریت او د پلور له لارې تر لاسه شوو عوایدو ناپېژندل شوی مصرف، د ملي شتمنیو د غلا او تاراج په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.




