مهم خبرونهنړیوال

په دوحه کنفرانس کې د سعد محسني ستاینه؛ د طالبانو د استازي ګډون ناندرۍ راپورته کړې

په قطر کې د دوحه ۲۳م نړيوال کنفرانس چې د شنبې په ورځ (د قوس ۱۵مه) پيل شو، د موبي ګروپ مشر سعد محسني ته ځانګړې جايزه ورکړای شوه. دا جايزه د قطر امير لخوا، «په سختو شرايطو کې د زده کړو د چارو په برخه کې د اغېزناک رول» له امله ورکړل شوې ده.

خو دغه کنفرانس کې د طالبانو د ادارې د يوه استازي ګډون تاوده غبرګونه راپارولي دي. سرچينې وايي، ټاکل شوې چې دغه استازی د راتلونکي ورځې په يوه پينل کې وينا وکړي؛ داسې يوه موضوع چې شنونکي يې د طالبانو ته د نړېوالو له لوري د غيرمستقيم مشروعيت ورکولو هڅه ګڼي. طالبانو ته په داسې حال کې بلنه ورکړل شوې چې نه يې يو ټول‌شموله حکومت جوړ کړی او نه هم د نړېوالې ټولنې له لوري مشروعيت لري، او د سياسي ګډون بهيرونه يې تر فشار لاندې راوستي دي.

دغه ناسته چې د «عدالت په عمل کې؛ له ژمنو تر پرمختګ» تر شعار لاندې جوړه شوې، د ۱۵۰ څخه ډېرو هېوادونو مشران، ديپلوماتان او اقتصادي شخصيتونه پکې ګډون لري. د ناستې په لومړۍ ورځ تمرکز پر نړيوالو کړکېچونو لکه د اوکراين جګړه او د غزې وضعيت وو، او ګډونوالو له هېوادونو وغوښتل چې د دغو ننګونو په حل کې عملي ګامونه پورته کړي.

د مايکروسافټ بنسټ‌ايښودونکي بيل ګېټس په خپله وينا کې وويل چې که څه هم د نړيوالې روغتيا په برخه کې لاسته راوړنې محدودې دي، خو نوښتونه، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې، د نويو واکسينونو جوړولو او د خطرناکو ناروغيو لکه ملاريا او ايدز پر وړاندې د مبارزې لپاره هيلې ډېرې کړي دي.

په يوه بله پينل ناسته کې چې «د بې‌باورۍ په دوره کې منځګړتوب» نومېدله، په سيمه‌ييزو کړکېچونو د حل په لړ کې د دوحه رول وستايل شو. ګډونوالو، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مسوول هم پکې شامل و، په افغانستان، غزه او سوډان کې د قطر د هڅو ستاينه وکړه. د قطر لومړي وزير وويل هېواد يې د ديپلوماسۍ او پانګونې له لارې سيمه ‌يز ثبات ته کار کوي.

هغه زياته کړه چې قطر، د يوه کوچني هېواد په توګه، د نظامي ځواک پر ځای د نړيوالې همکارۍ او ديپلوماسۍ له لارې غواړي د ثبات ټينګښت ته هڅه وکړي. د هسپانيې د بهرنيو چارو وزير هم د غزې پر ملکيانو د تاوتريخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او خبرداری يې ورکړ چې د دا ډول فاجعو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د منلو وړ نه دي.

د اوکراين د کړکېچ په اړه، د هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو له منشوره د ملاتړ او د جګړې د يوه سياسي ابزار په توګه د نه منلو غوښتنه وکړه. د ترکيې د بهرنيو چارو وزير خبرداری ورکړ چې هېوادونه نه شي کولای د شاوخوا پېښو پر وړاندې بې‌پامه پاتې شي او بايد خپل انساني مسووليت درک کړي.

سره له دې چې نړيواله تولنه د سولې او عدالت ته د رسېدو هڅې کوي، خو په داسې يوه کنفرانس کې د طالبانو د ډلې د استازي بلنه نه يوازې د ناستې له اعلام شويو ارزښتونو سره په ټکر کې ده، بلکې د يوې سرکوبه‌ګرې او د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو نقضوونکې ډلې ته د مشروعيت ورکولو اندېښنې هم زياتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button