په هېواد کې د زرګونو ترانسپورتي موټرو د جيپياېس نصب بهير پيل شو

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د هېواد د ترانسپورتي سيستم د څارنې د پروګرام په چوکاټ کې شاوخوا شل زره ترانسپورتي وسايل د جيپياېس د موقعيت ټاکونکي وسيلې په مرسته سمبال شوي دي. د دې وزارت د څرګندونو له مخې، د ياد اقدام موخه د ترانسپورتي موټرو معياري کول او د مسافرو او سوداګريزو توکو د لېږد امنيت لوړول دي. د ادارې مسوولان ټينګار کوي چې د بار وړونکو موټرو او مسافر وړونکو بسونو د جيپياېس نصب بهير د هېواد په ټولو ولايتونو کې روان دی. دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي چې په وروستيو مياشتو کې د هېواد سترې لويې لارې د مرګژوبلې لاملېدوونکو ترافيکي پېښو شاهدې وې؛ پېښې چې ډېری يې د چټک تګ او د اغېزمنې څارنې د نشتوالي پايله بلل کېږي. د طالبانو اداره وايي چې د دغو وسايلو نصب د موټرو د خوځښت د لا ښه کنټرول لپاره لازمي دی، خو د ترانسپورت چارو کارپوهان باور لري چې د ترافيکي پېښو راکمېدل يوازې د تخنيکي تجهيزاتو له لارې نه شي تضمين کېدای او دا کار د قوانينو د شفاف تطبيق، د چلوونکو د روزنې او د اړوندو ادارو د حساب ورکونې غوښتنه هم کوي.




