د اروپايي اتحادیې چارواکي له د هرات له والي سره پر بشري موضوعاتو خبرې وکړې

اندریس پاپا کونستانتینو، چې د اروپايي اتحادیې د بشري عملیاتو او ملکي ساتنې عمومي رئیس دی، د هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال له مولوي نوراحمد اسلامجار سره، چې د طالبانو له لوري د دې ولایت والي ټاکل شوی، لیدنه وکړه. دا لیدنه د راستنېدونکو د وضعیت ارزولو او په بشري برخو کې د اروپايي اتحادیې د همکاریو پر دوام تمرکز درلود.
په هرات کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ولایت رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې د راستنېدونکو ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو د دوام په اړه وې. پاپا کونستانتینو د طالبانو د سیمهییزې ادارې همکاري ستایلې او له روانو همکاریو یې ملاتړ کړی دی.
نوموړي همداراز ویلي، چې اروپايي اتحادیه د افغانستان اړمنو خلکو ته د خپلو ژمنو پر وړاندې ژمنه پاتې ده او چمتو ده، چې په مختلفو بشري ساحو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دا داسې مهال ده، چې له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، زیات شمېر نړیوال بنسټونه د بشري حقونو پر وضعیت او پر ازادیو باندې د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه لري.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، اسلامجار په دې ناسته کې ژمنه کړې، چې د طالبانو اداره به د خپلو کورنیو قوانینو او پالیسیو په چوکاټ کې له بهرنیو موسسو سره همکاري ته چمتو وي. هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو اداره هڅه کوي د اقتصاد ښه والي، د کار زمینه برابرول او د اقتصادي ودې لپاره زمینه سازي وکړي.
خو له افغانستانه یو شمېر راپورونه ښيي، چې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، د اساسي حقونو او ازادیو محدویتونه زیات شوي او د مرستندویه بنسټونو شتون کم شوی؛ هغه وضعیت چې د طالبانو له ادارې د نړیوالې ټولنې د توقعاتو لا زیات ځواب ته اړتیا لري.




