مارکو روبیو: د افغان کډوالو د شالید ارزونه خورا سخته شوې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو وايي، د طالبانو د واکمنۍ او د رسمي ادارو د نشت له امله، د هغو افغان کډوالو د شاليد ارزونه چې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال له امريکايي ځواکونو سره يې همکاري کړې، خورا سخته او نږدې ناممکنه شوې ده.
مارکو روبیو د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، “په دا ډول حالاتو کې چې نه مؤثر حکومت شته او نه هم د معلوماتو ثبت شوی آرشیف، د هغو کسانو د وړتیا ارزونه ناممکنه ده چې هېواد یې د ترهګرو تر واک لاندې وي.”
نوموړي د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت تګلاره هم یادونه وکړه او ویېویل، که څه هم بهرنۍ فشارونه د کډوالو د منلو د بهیر د چټکتیا لپاره موجود وو، خو دغه بهیر قصداً ورو شوی وو، ترڅو د کډوالو د شالید د دقیقه ارزیابي وشي. د هغه په وینا، دا پرېکړه داسې حال کې وشوه چې ګڼ شمېر متقاضیان، چې اکثراً یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی وو، له مستقیماً ګواښ سره مخامخ وو.
روبیو دغه راز پر دې هم ټینګار وکړ چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان ته د سفر یا د هلته د کورنيو او ځایي څېرو سره د حضوري مرکو امکان نهلري. هغه زیاته کړه: “کله چې یو هېواد د ترهګرو له لوري اداره شي او هېڅ رسمي جوړښت د اسنادو د ساتنې لپاره وجود ونه لري، نو د باور وړ معلوماتو تر لاسه کول څنګه ممکن دي؟”
روبیو وویل، یو له اساسي ستونزو دا ده چې په دې ډول نیمګړو حالاتو کې د بشپړې ارزونې سیستم نشي تمه کېدای. هغه زياته کړه، د مهاجرت اداره یواځې هغه پرېکړې کولی شي چې د موجودو معلوماتو پر بنسټ وي، خو د ډېرو افغان متقاضیانو په اړه دا ډول معلومات شتون نهلري.




