کانادا د تحریر الشام نوم د ترهګرو له لېسته وایست

د کانادا حکومت د امریکا د وروستي اقدام په تعقیب کې د تحریر الشام نوم له رسمي ترهګرو ډلو د فهرست څخه ایستلی دی. دغه ډله چې په وروستیو کلونو کې د ابومحمد الجولاني په مشرۍ د سوریې په یو شمېر برخو کې فعاله وه، د پراخو تاوتریخوالو او د بشري حقونو د جدي سرغړونو په تور تورنه شوې ده.
همداراز، کانادا اعلان کړی چې نوموړې هېواد سوریه هم د “ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو” له نوملړ څخه ویستلې ده. د دې هوکرۍ د توجیه په توګه، د کانادا چارواکو ویلي چې هدف یې د شمالي سوریې د محلي حکومت په نوم د ادارې له هڅو د ملاتړ څرګندول دي، ترڅو په سیمه کې ثبات او امنیت رامنځته شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د بشارالاسد د رژیم پر ضد جګړې له پیل راهیسې د سوریې وضعیت ډېر پېچلی شوی او د دغه هېواد ډېرې سیمې له خونړیو شخړو او زیاتېدونکو تاوتریخوالو سره مخ دي. تحریر الشام چې پخوا له القاعدې سره تړلې وه، د ملکي وګړو پر ضد د پراخو سرغړونو له امله تورنه شوې ده.
دغه راز، څو اونۍ وړاندې متحده ایالاتو هم د دې ډلې د مشر ابومحمد الجولاني نوم د “نړیوال ترهګر” له لېسته ویستی و؛ دا اقدام له خوا د بشري حقونو بنسټونو او سیاسي شنونکو له خوا له تُندو نیوکو سره مخ شو.
مبصرین وايي، دا چې داسي ډلې پرته له دې چې د دوی حقیقي نقش په جګړهییزو میدانونو او د بشري حقونو وضعیت وڅېړل شي، د ترهګرو له لېست څخه وایستل کېږي، دا یو خطرناک پیغام ګڼل کېږي چې د جګړو قربانیانو او له افراطپالنې ځپلو ملتونو ته یې منفي اغېزې لرلای شي.




