ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

ترځل کیږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې نیمایي افغانان په ښارونو کې ژوند وکړي

د N‑Habitat افغانستان د ارزونې له مخې اټکل شوی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هر دوو افغانانو څخه یو تن په ښارونو کې ژوند کوي، خو ډېری ښارونه د دې چټکې بدلون لپاره لازمه چمتووالی نه لري.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د معیاري او خوندي ښاري چاپېریالونو نشتوالی کولی شي د ښاریانو د ژوند کیفیت راکم کړي او د ښارونو پر خدماتو فشار زیات کړي. ناانډوله پرمختګ، د بنسټیزو تاسیساتو کمښت او د بې‌پلانه سیمو پراختیا د افغانستان د ښارونو له مهمو ننګونو څخه بلل شوي دي.

کارپوهان وايي، د مناسبې استوګنې، بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي او ښاري امنیت لومړیتوب ورکول هغه شرطونه دي چې له مخې یې ټول اوسېدونکي کولی شي له درناوي ډک ژوند ولري.

په ورته وخت کې تمه کېږي چې د طالبانو اداره د ښاري مدیریت د مسؤولیت د منلو له لارې شفاف او ځواب ویونکی پروګرام جوړ کړي؛ داسې کار چې پرته له هدفمندې پانګونې او د ښاري اوسېدونکو د حقونو له درناوي ستونزمنه ده چې ترسره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button