مهم خبرونهنړیوال

په الخلیل کې د اسرائيلي پوځیانو پر ضد حمله شوې

فلسطیني سرچینو راپور ورکړی چې د اسلامي جهاد غورځنګ وسله‌والې څانګې سرایاالقدس د الخلیل ولایت په شمال بیت‌امر سیمه کې د اسرائيلي پوځیانو پر ضد برید کړی دی. دا پېښه د لاس جوړ بم په وسیله تر سره شوې، چې له امله یې اسرائيلي عسکرو ته زیان رسول شوی دی.

ځینې ځایي سرچینې چې له الجزیره خبري شبکې سره‌یې خبرې کړې دي، ویلي چې د حملې وروسته اسرائيلي سرتېرو د بیت‌امر ښار کې د فلسطیني وګړیو یو شمېر کورونه وهلي، چې له امله یې د خلکو تر منځ وېرې او اندېښنې خپرې شوې دي.

یاده حمله داسې مهال شوې چې اسرائيلي پوځ اعلان کړی چې په لوېدیځه غاړه کې‌یې لس ورځنی پوځي عملیات پای ته رسولي دي. د تأیید شویو راپورونو له مخې، په دغو عملیاتو کې ۳۰ څخه زیات هوایي بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر فلسطینیان وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.

سره له دې چې په غزه کې اوربند اعلان شوی او منځګړي هڅه کوي چې د هغه دوهم پړاو پیل شي، خو هم مهاله له دغې سیمې سره د جګړې دوام، اسرائيلي ځواکونه او یهودي میشت کونکي لا هم په بېلابېلو برخو کې د لوېدیځې غاړې بریدونه او تېري کوي. دغو چلندونو د نړیوالو څارونکو او د بشري حقونو د فعالانو جدي اندېښنې راپارولي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button