مهم خبرونهنړیوال

پزشکیان د فرانسی ولسمشر ته د ایران پر وړاندې د هر ډول اقدام په اړه خبرداری ورکړ

د ایران او فرانسې ولسمشرانو د یکشنبې په ماښام د حوت په ۱۷مه، ۱۴۰۴ کال، د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه چې د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیل تر منځ له نښتو رامنځته شوي، ټیلیفوني خبرې وکړې. په دې خبرو کې دواړو لورو د روان وضعیت او د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي په لارو بحث وکړ.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار وکړ چې د ده د هېواد اقدامات د ځان د دفاع په چوکاټ کې ترسره کېږي. نوموړي د وروستیو بریدونو یادونه وکړه او هغه یې د نړیوالو قوانینو خلاف وبلل، او زیاته یې کړه چې ایران به د دغو بریدونو پر ضد متقابل غبرګون وښيي.

ولسمشر پزشکیان همدارنګه خبرداری ورکړ چې د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د فرانسې، له لوري هر ډول اقدام چې د ایران پر ضد د ښکېلو اړخونو ترڅنګ ترسره شي، د جګړې په شريک ګډون تعبیر به شي. د ده په وینا، دا ډول کارونه کولی شي د وضعیت پېچلتیا او د سیمې د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ایران دولت، ولس او وسله‌وال ځواکونه د خپل هېواد د دفاع پوره اراده لري.

بل‌خوا، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د نښتو پر مهال د ایرانیانو د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړه او وویل چې فرانسه دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف بولي او په روانه جګړه کې هېڅ ډول مداخله نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې پاریس له یو شمېر هېوادونو سره په تماس کې دی، څو د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.

د خپرې شوې راپور له مخې، دواړو لورو د قونسلي موضوعاتو په ګډون، د دواړو هېوادونو د بندیانو د وضعیت په اړه هم نظرونه تبادله کړل.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button