ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله پراخې ځمکې زیانمنې شوې دي

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) خبرداری ورکړی چې د دوړو طوفانونو زیاتوالی او دوامداره وچکالي په افغانستان کې پراخې ځمکې تخریب کړې دي. دغه اداره ټینګار کړی چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تر ټولو زیات زیان‌پذیر دی.

د شنبې په ورځ (۱۵ د قوس) د دې ادارې له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی به د ژوند لپاره مهمو منابعو لکه اوبو او خاورې او هغه ټولنو د ساتنې لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي، چې له دغو منابعو پورې تړلي دي.

دغه خبرداری داسې مهال خپور شوی، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر لا له وړاندې د افغانستان د وچکالۍ د دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه. نوموړي دفتر فاریاب او بادغیس هغه ولایتونه یاد کړي چې د اقلیمي وضعیت له امله تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

د دې ادارې د موندنو له مخې، په فاریاب او بادغیس کې کروندې، څرځایونه او ځنګلونه سخت زیانمن شوي او د دې ولایتونو د ډېرو اوسېدونکو معیشت له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

سره له دې چې په افغانستان کې د اقلیم بحران پراخ اړخونه لري، د طالبانو اداره تر دې دمه د دې ستونزې د حل لپاره کوم جدي اقدام نه دی کړی. د دغه بې‌پامۍ دوام، د میلیونونو افغانانو لپاره د چاپېریال، ژوند او معیشت له جدي خطرونو سره مل دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button