کلتور او هنرمهم خبرونه

د ترکیې سفیر د طالبانو له کلتوري ادارو سره وکتل

د ترکیې سفیر جنک اونال چې له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی و، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې له مشرتابه سره وکتل. نوموړي په دې لیدنه کې د افغانستان د جهادي موزیمونو د جوړېدو او پراختیا په برخه کې د ترکیې د همکارۍ چمتووالی اعلان کړ.

دا لیدنه داسې مهال ترسره شوې چې طالبان هڅه کوي د خپلې تګلارې سره سم، نوې کلتوري ادارې رامنځته کړي، څو د تېرو شلو کلونو تاریخ له خپلې ځانګړې زاویې نه وښيي. د دغې ادارې مشر، مولوي امدادالله منصور ویلي چې جهادي موزیمونه به په ولایتونو کې هم جوړ شي، چې پکې به د تېرو شلو کلونو اړوند مواد نندارې ته اېښودل کېږي.

له بلې خوا د سمعي او بصري چارو رئیس، حافظ نعمت‌الله منتظر، د جهادي ارزښتونو د ریاست د فرهنګي فعالیتونو راپور ورکړی او ویلي یې دي چې دا اداره د تېرو دوو لسیزو د پیښو اسناد راغونډوي، آرشیفوي او خپروي. دا دوره ډېری افغانان د جګړې، بې‌ثباتۍ او بهرني لاسوهنې له امله یادوي.

د لیدنې په پای کې، د دغې ادارې له‌خوا چاپ شوي درې مجلې «الصمود»، «شهامت» او «څرک» د ډالۍ په توګه د ترکیې سفیر ته وسپارل شوې. دا لیدنې د طالبانو د هغې هڅې برخه ګڼل کېږي چې غواړي د خپلو تبلیغاتي او رسمي روایتونو لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، خو دا چاره د معاصر تاریخ د تحریف د اندېښنو له سره مل ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button