تاجکستان له روسیې سره د افغان پولو د امنیت په اړه خبرې رد کړې

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له روسیې سره د افغانستان سرحد د امنیت په تړاو هېڅ ډول خبرې یا هوکړه نه ده شوې. د اروپایي رسنیو له قوله، د دې وزارت ویاند شاهین سمعادي، د رویټرز خبري آژانس راپور بېاساس بللی او ویلي یې دي، چې دا راپور ناسم او نهتأیید شوي معلومات لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې ټاکل شوې وزارت په دې تړاو یو رسمي بیان خپور کړي، څو وښيي چې له روسیې سره د پولو پر موضوع هېڅ ډول خبرې نه دي شوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې د افغان پولې ته نږدې د درېیو چینایي وګړو تر وژل کېدو وروسته، تاجکستان له روسیې سره د سرحدي امنیت د ټینګښت په اړه مشورې پیل کړې دي.
د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پوله د وسلهوالو ډلو د شتون، مشکوکو قاچاقي فعالیتونو او افراطيپلوه کړنو له امله د سیمې له حساسو سیمو شمېرل کېږي. سره له دې، د سیمې هېوادونو له روسیې سره د امنیتي یا پوځي همکاریو راپورونه تل د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ملي حاکمیت او خپلواکۍ په اړه اندېښنې راولاړې کړې دي.




