سياستمهم خبرونه

د ایران استازی له طالبانو سره اقتصادي همکارۍ د هلمند د اوبو حق ورکړې تابع وبلله

په داسې حال کې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د اقتصادي خبرو لپاره ایران ته تللی، د ایران د پارلمان یوه غړي له طالبانو سره د هر ډول سرحدي او ترانزیټي همکارۍ شرط د هلمند د اوبو حق ورکړې بشپړ تأمین بللی دی.

فــرهاد شـهــرکي، چې د سیستان د خلکو استازی دی، د «ایکس» په ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې له افغانستان سره د سوداګریزو او پراختیایي اړیکو دوام او ثبات د هلمند له سینده ایران ته د قانوني اوبو حق پراخ تطبیق پورې تړلی دی. د ده په وینا، دا مسئله د هر ډول دوه اړخیزې اقتصادي او ترانزیتي همکارۍ بنسټ جوړوي.

ایران له کلونو راهیسې د سختې وچکالۍ او د اوبو د زیرمو د کمښت له بحران سره مخامخ دی او په وروستیو کلونو کې یې څو ځله له طالبانو غوښتي چې د هلمند د اوبو د ویش اړوند خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي. تازه، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم د طالبانو له یوه چارواکي سره په لیدنه کې غوښتي چې د هرات ولایت د سلما بند ذخیره شوې اوبه د ایران لور ته خوشې کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر ایران ته دا سفر څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې پاکستان پر افغانستان ترانزیتي محدودیتونه زیات کړي دي. له دې وضعیت وروسته، د طالبانو اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر مامور کړی چې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ بدیلې لارې، په ځانګړې توګه د ایران بندرونه، وپلټي.

سره له دې چې طالبان هڅه کوي له ایران سره نوې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي، خو د اوبو په برخه کې د خپلو ژمنو نه عملي کول د دې هڅو پر وړاندې له شک او نیوکو سره مخامخ شوي، چې دا اعتراضونه د ایرانی چارواکو له خوا مطرح شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button