د لومړي ځل لپاره د طالبانو د حکومت استازی د دوحې نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي

په دوحې نړیوال کنفرانس کې چې د دسمبر له ۶مې تر ۸مې د قطر په پلازمېنه کې ترسره کېږي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو استازی د لومړي ځل لپاره د ویناوالو په توګه ګډون کوي. په دې کنفرانس کې چې له ۱۶۰ زیات هېوادونه ګډون لري، ټاکل شوې ده چې د افغانستان موضوع د «سیمهییز وصل له لارې د افغانستان احیا» تر سرلیک لاندې د کنفرانس په دوهمه ورځ په ځانګړې توګه تر بحث لاندې ونیول شي.
د کنفرانس د اجندا له مخې، افغانستان د منځنۍ او جنوبي آسیا د ثبات د محور په توګه معرفي شوی. د کنفرانس تنظیموونکي ټینګار کوي چې د افغانستان وضعیت د سولې، سوداګرۍ او سیمهییزو اړیکو له راتلونکي سره ژوره اړخ لري. د دې کنفرانس په تګلاره کې راغلي، چې د لسیزو پوځي مداخلې او تحمیلي اصلاحاتو وروسته، اوس وخت دی چې د عملي لیدلوري او اقتصادي همکاریو له لارې د افغانستان د بیارغونې او سیمهییزې ادغام لپاره لاره ولټول شي.
عبدالحي قانت، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر، د یاد کنفرانس له ویناوالو څخه دی. د افغانستان د بحث برخې نور ویناوال کې شامل دي: عصمتالله ایرگاشف، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی؛ الدور اریپوف، د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ مشر؛ ولید زاید، د جورجتاون پوهنتون استاد په قطر کې؛ او زهرا بابر، د جورجتاون پوهنتون د نړیوالو او سیمهییزو مطالعاتو د مرکز اجرایوي رییسه.
د دوحې کنفرانس تنظیموونکي د افغانستان په اړه له تېرو زورواکو سیاستونو څخه د فاصله نیولو او پر اقتصادي وصل او سیمهییزو همکاریو د تمرکز اړتیا ته اشاره کړې ده. د کنفرانس په رسمي سند کې راغلي چې بشري اړتیاوې ډېرې شوي او نړیوالې مرستې کمې شوې دي، نو له همدې امله هېوادونه دې ته اړ شوي چې د سوداګرۍ او اقتصادي مشارکت له لارې د حل لاره پیدا کړي؛ ځکه د دوی په باور، ثبات د زور له لارې نهدی ترلاسه شوی.
په ورته وخت کې، عبدالظهور مدبر، د اقتصادي چارو کارپوه وایي، سیاست او اقتصاد سره نژدې تړاو لري، او که د دې کنفرانس ژمنې عملي شي، په افغانستان کې مثبت ثبات راوستلی شي. نوموړی خبرداری ورکوي، که عملي لارو چارې ونهموندل شي، دا غونډې به تر یو سیاسي نمایش زیات ارزښت ونهلري.
د دوحې کنفرانس همداراز د نړۍ پر نورو مهمو موضوعاتو لکه د غزې بحران، د اوکراین جګړه، د ایران او اسراییلو ترمنځ تنشونه، او د نړیوال اقتصاد اندېښنو تمرکز کوي.




