مهم خبرونهنړیوال

نتانیاهو له ولسمشر څخه د بخښنې غوښتنه وکړه

د اسراییلو د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، په یوه رسمي لیک کې له ولسمشر اسحاق هرتزوګ څخه د خپلو حقوقي دوسیو په تړاو د عفوې غوښتنه کړې ده.

که څه هم نتانیاهو په دې غوښتنه کې په ښکاره ډول خپلې تېروتنې نه دي منلي او بخښنه یې نه ده غوښتي، خو څارونکي دا لیک د هغه له خوا د روانو قضیو د تورونو یوه غیر مستقیمه منل بللي دي.

د اسراییلو د ولسمشر دفتر د نتانیاهو دا اقدام غیر معمولي بللی، ځکه چې عموماً د عفوې غوښتنه له وروستۍ قضايي پرېکړې او د جرم له رسمي اعتراف وروسته کېږي، نه له هغې مخکې.

نتانیاهو او د هغه کورنۍ په دوو یا تر دې ډېرو دوسیو کې د بډې اخېستو، د دولتي صلاحیت له ناوړه استفادې او د امتیاز غوښتنې تورن دي. دغه تورونه د څو حقوقي څېړنو بنسټ جوړوي چې له کلونو راهیسې په اسراییلو کې د بحث موضوع پاتې دي.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي، دا وخت رارسېدلی چې نتانیاهو ته بخښنه ورکړل شي. ټرمپ څو ځله د نتانیاهو پر ضد روانې قضیې «سیاسي او ناعادلانه» بللي دي.

دا اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې په اسراییلو کې قضايي بنسټونه او د قانون پر تطبیق څارونکي له سیاسي فشارونو سره مخ دي، او دا مسئله یو ځل بیا د دې رژیم د قضايي خپلواکي پر وړاندې پوښتنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button