د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا سره د خبرو غوښتنه وکړه

د جنوبي کوریا ولسمشر، لي جائه-میون، اعلان وکړ چې هېواد یې چمتو دی د جاپان او چین ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي او له هېڅ یوې خوا ملاتړ ونه کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په وروستیو اونیو کې د ټوکیو او پیکېن ترمنځ کړکېچ ډېر شوی دی.
ولسمشر لی خبرداری ورکړی چې د سیمې د قدرتونو له لوري یو اړخیز دریځونه کولی شي د بحران کچه لوړه کړي. هغه ټینګار وکړ چې جنوبي کوریا باید متوازن رول ولوبوي، ترڅو په سیمه کې د لا ډېر بېثباتۍ مخه ونیول شي.
ښاغلي لی جائه-میون د خپلو خبرو په بله برخه کې د شمالي کوریا سره د خبرو د پیل اړتیا یاده کړه. هغه وویل چې د اړیکو بیا پيلېدنه کولی شي د دښمنیو د کمېدو لار برابره کړي او وړاندیز یې وکړ چې خبرې دې د ورته برخو لکه چاپېریال، اقلیمي بدلون، طبیعي پېښو او روغتیايي موضوعاتو په اړه پيل شي.
د جنوبي کوریا ولسمشر زیاته کړه چې په کوریايي ټاپووزمه کې د جګړیز حالت پای ته رسول د سیمې د امنیت، سیاسي او اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي دی. هغه د دې غوښتنه وکړه چې سیمه دې د بېاتومي وضعیت پر لور حرکت وکړي، او ویې ویل چې دوامداره شخړې کولی شي د سیمې د خلکو ژوند او سوله له ګواښ سره مخ کړي.
د ټوکیو او پیکېن ترمنځ تازه کړکېچ له هغه وروسته زیات شوی چې د جاپان لومړۍ وزیرې، سانائه تاکایچي، د تایوان د ملاتړ لپاره څرګندونې وکړې. سره له دې چې جنوبي کوریا له جاپان سره تاریخي او سرحدي اختلافات لري، خو د دواړو هېوادونو له امریکا سره نږدې اړیکې دوی د پیکېن او پیونګیانګ پر وړاندې یوې ګډې جبهې ته کش کړي دي.




