ټولنه‌یزروغتيامهم خبرونه

په کنړ کې د زلزله‌ ځپلو ماشومانو د سړې هوا له امله څلور تنه مړه شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د سختې سړې هوا او تنفسي ناروغیو له امله څلور ماشومان د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د «زري‌بابا» کمپ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یونېسف د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، وژل شوي ماشومان تقوا د درې کلونو هلک، عثماني د نهه میاشتو نجلۍ د «شولات» درې، او ذاکره د دوه ‌نیمو کلونو نجلۍ او عبدالله د اته میاشتو هلک د «ماماجل» درې څخه دي چې ټول د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

دغه پېښه وروسته تر هغې شوې چې درې میاشتې وړاندې د ختیځ افغانستان زلزله‌ ځپلې شوې، او لا هم زرګونه کورنۍ په لنډمهالو کمپونو کې بې‌سرپناه ژوند کوي. په دغه زلزله کې نږدې دوه زره کسان وژل شوي، وای بې‌شمېره کورونه یو څه او یا هم بشپړ ویجاړ شوي دي. د زلزله ‌ځپلو کورنیو اوسېدونکي اوس له سختې یخنۍ سره مخ دي.

یونېسف خبرداری ورکړی چې په اغېزمنو ولایتونو کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان د سړو له امله د شدیدو ناروغیو له خطر سره مخ دي. دغه اداره وايي چې د شپې مهال د تودوخې درجه کله نا کله تر منفي ۲۵ پورې راټیټېږي.

په افغانستان کې د یونېسف د دفتر مشر، تاج‌الدین اویواله، د بې‌ځایه شویو ماشومانو د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې بېړني ژمني مرستې برابرې کړي، څو له نورو ناورینونو مخنیوی وشي.

سره له دې چې د زلزلې پراخ تلفات وو، د طالبانو حکومت تراوسه نه‌ دی توانېدلی چې اغېزمنو خلکو ته مؤثرې خدمات وړاندې کړي. د طبي وسایلو کموالی، مناسب سرپناه او منظمې رسیدګۍ نه شتون، د ماشومانو او بې‌کوره کورنیو، په ځانګړي ډول په کنړ ولایت کې، وضعیت سخت کړی دی.

یونېسف ټینګار کړی چې د مرستو په وړاندې کېدلو ځنډ ممکن د سلګونو نورو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، او له ټولو شریکانو او مرسته‌ کوونکو یې غوښتي چې خپل عاجل ملاتړ چمتو کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button