د طالبانو سفیر د ایران له آزاد پوهنتون له مشر سره ولیدل

مولوي فضلمحمد حقاني، چې د طالبانو لهخوا د افغانستان سفیر ټاکل شوی، تازه د ایران د آزاد اسلامي پوهنتون له رئیس ډاکټر بیژن رنجبَر سره لیدنه کړې ده.
د طالبانو اړوند سفارت په تهران کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د علمي او تعلیمي همکاریو د پراختیا، په ایران کې د میشتو افغان محصلینو د ستونزو او موجودو خنډونو، او همداراز د کابل ښار کې د آزاد پوهنتون د څانګې روان وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
د آزاد اسلامي پوهنتون په ایران کې یو له تر ټولو لویو خصوصي تحصیلاتو مؤسسو څخه دی، چې په ګڼو نورو هېوادونو کې هم زدهکړیز مرکزونه لري، په شمول د افغانستان. ددغه پوهنتون څانګې په کابل کې له هغه وروسته له ګڼو ننګونو سره مخ شوې، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل.
همداراز، حقاني د یاد پوهنتون اړوند د فرهنګیان روغتون هم لیدلی، او د یاد روغتون له مسئولینو سره یې د افغان محصلینو لپاره د روغتیايي خدمتونو د رسولو په اړه خبرې کړې دي.
کارپوهان وایي، د طالبانو د ادارې اړوند څېرو ګډون په بهرنیو هیوادونو کې په رسمي علمي او تعلیمي غونډو کې، پداسې حال کې چې نجونې او ښځې د افغانستان دننه له زدهکړو محرومې دي، د طالبانو د سیاستونو ښکاره دوهګونوالی څرګندوي.




