کلتور او هنرمهم خبرونه

د بهزاد مینیاتور د یونسکو لپاره د طالبانو وړاندیز د ایران غبرګون راوپاراوه

د طالبانو ادارې له خوا د «کمال‌الدین بهزاد» مینیاتور نقاشۍ د یونسکو د انتظار نوملړ ته د افغانستان په نوم د ثبت وړاندیز د ایران د مسوول چارواکو غبرګون راپارولی دی. ایران د سیمې د کلتوري ګډو میراثونو پر بنسټ د یادو هېوادونو ترمنځ د خبرو او تفاهم غوښتنه کړې ده.

علیرضا ایزدی، چې د ایران د تاریخي آثارو د ثبت، او معنوي او طبيعي میراثونو د ساتنې او رغونې عمومي رییس دی، وایي یونسکو د فرهنګي آثارو لپاره د «مطلق مالکیت» مفکوره نه مني او داسې فرهنګي عناصر لکه مینیاتور د هغو ګډو تمدنونو څرګندونه ده چې د ایران، افغانستان او تاجکستان په پراخې تاریخي سیمې کې وده کړې ده.

د ایزدي په وینا، سره له دې چې ایراني نقاشي مخکې له دې د ایران په نوم د یونسکو په لیست کې ثبت شوې، خو که افغانستان غواړي چې د دې هنر یوه بڼه د «بهزاد مکتب» یا «هرات مکتب» په نوم ثبت کړي، نو اړتیا لري له ایران سره خبرې وکړي او رسمي رضایت ترلاسه کړي. هغه دا هم ویلي چې په ورته مواردو، لکه د «رباب» موزیکي آله، ایران له افغانستان سره تفاهم ته رسېدلی او ګډ ثبت ته یې ترجیح ورکړې.

ده ټینګار کړی چې د کلتوري میراثونو ثبت باید د څو اړخیزو خبرو له لارې، پرته له شخړو، ترسره شي، ځکه دا ډول فرهنګي هڅې نه یوازې چې د اختلافونو سبب نه ګرځي، بلکې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د فرهنګي او ټولنیز نږدېوالي لامل ګرځي. ایزدي زیاته کړې چې یونسکو د هر ډول میراثي دوسیې د منلو لپاره دقیق اسناد او د هغې د اصلي منبع وضاحت غواړي.

په داسې حال کې چې اوسنی افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی، د داسې وړاندیزونو نړیوال مطرح کېدل له ګڼو پوښتنو سره مخ دي، لکه د کلتوري نمایندګۍ مشروعیت، د څېړنو ظرفیت، او د معتبرو اسنادو د وړاندې کولو وړتیا. د افغانستان فرهنګي ټولنې څو ځله څرګنده کړې چې طالبان نه یوازې د فرهنګي میراثونو ساتونکي نه دي، بلکې د پراخو محدودیتونو له کبله د هغوی د تدریجي له منځه وړلو زمینه برابروي.

دا مهال د یونسکو له خوا د دې دوسیې د ارزونې بهیر روان دی. د اوسني حساس وضعیت او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ژورو تاریخي او فرهنګي ګډو ټکو په نظر کې نیولو سره، تمه کېږي چې د میراثونو ثبت باید د نړیوالو توافقاتو او د ملتونو ترمنځ د متقابل درنښت په چوکاټ کې ترسره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button