ملګرو ملتونو: د خوست علني قصاص د بشري حقونو او اسلامي اصولو خلاف دی

د طالبانو له لوري په خوست ولایت کې د قصاص د جزا تر تطبیق وروسته، ریچارد بنټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، دغه اقدام واضحې د انساني کرامت خلاف بللی او دا یې د بشري حقونو اصولو، آن د اسلامي تعلیماتو سره هم، په ټکر کې بللی دی.
بنټ د سه شنبې په ورځ، د قوس میاشتې په ۱۳مه، پرخپله ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا اعدام د خوست په مرکزي لوبغالي کې شوی، چې یوه ۱۳ کلن هلک اجرا کړی، او زرګونه کسان، حتی ماشومان هم، له نږدې ننداره کړي دي. نوموړي ټینګار کړی چې د یوه ماشوم مستقیم ګډون په دغه راز صحنه کې نه یوازې زړه بوږنونکی دی، بلکې د ماشومانو د حقونو څرګنده سرغړونه هم ده.
ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، هغه کس چې قصاص پرې شوی، د همدغه ماشوم د کورنۍ د غړو د وژنې تور پرې و. د طالبانو تر اداره لاندې محکمې د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس “منګل” نومېده، زوی د طلاخان، چې اصلي استوګن د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالۍ و، خو دا مهال د خوست ولایت د کوزه ابوخاني ساحې اوسېدونکی و. د طالبانو محکمه ادعا لري چې منګل د سیمې یو اوسېدونکی “عبدالرحمن” په وسله وژلی و.
طالبانو ادعا کړې چې دا دوسیه د دریو عدلي ادارو؛ ابتدایی، استیناف او تمیز محاکمو له لوري څېړل شوې او د طالبانو د مشر له تأیید وروسته یې د قصاص حکم صادر شوی او تطبیق شوی دی. اعدام د شاوخوا اته زره کسانو، امنیتي ځواکونو او د طالبانو د چارواکو په حضور کې ترسره شوی دی.
یاد اقدام یو ځل بیا د نړیوالو نهادونو او بشري حقونو فعالانو له خوا له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د بشري حقونو سازمانونو څو ځله په دې انتقاد کړی چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې عدلي بهیر کې شفافیت نشته. د حقوقي سرچینو د راپورونو له مخې، دا د طالبانو تر اداری لاندې په تېرو څلورو کلونو کې یوولسم ځل دی چې علني قصاص ترسره کیږي.
د دغو اقداماتو دوام د هغو کړنو تسلسل ښيي چې د بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي او دا اندېښنې لا زیاتوي چې د دیني مفاهیمو څخه د عدالت او د افغانستان د وګړو د حقونو د ځپلو لپاره ناوړه استفاده کیږي.




