اقتصادمهم خبرونه

په هرات کې د ملګرو ملتونو د اسکان ادارې په ملاتړ حیاتي بېخبناوې جوړېږي

په هرات ولایت کې یو شمېر بې وزله کورنۍ د ملګرو ملتونو د اسکان برنامې (UN-Habitat) په همکارۍ او د جاپان هېواد د مالي ملاتړ له لارې د سړکونو، کانالونو او نورو حیاتي بېخبناوو د بیا رغونې پروژو کې برخه اخیستې ده.

یادې پروژې د «کار مقابل مزد» د طرحې له لارې پلي شوې دي چې پر مټ یې خلک د ساختماني او بېخبنایي کارونو په بدل کې مزد ترلاسه کوي. دغه بهیر نه‌ یوازې بې‌بریې کورنیو ته لنډمهالی عاید برابر کړی، بلکې هغو جوړښتونو ته د بیا رغونې زمینه هم برابره کړې چې ټولنه پرې تکیه لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د سیاسي بې‌ثباتۍ او نړیوالو بندیزونو له امله نه‌ ده توانېدلې چې خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي، نړیوال بنسټونه، په ځانګړې توګه د جاپان په څېر مرسته ورکوونکو هېوادونو په ملاتړ، د هېواد لوېدیځو سیمو د ټولنیز او اقتصادي ژوند په ساتنه کې مهم رول لوبولی دی.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې دا برنامه نه‌ یوازې مالي مرسته ده، بلکې د ټولنیز مسئولیت او یووالي روحیه یې هم پیاوړې کړې ده. خو د دوامداره ملاتړه نشتوالی او د هېواد د سیاسي وضعیت له امله رامنځته شوې محدودیتونه د دغو پروګرامونو د پراختیا مخه نیولې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button