ټولنه‌یزمهم خبرونه

په غزني کې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له ۹۰۰ زیاتې قضیې څېړلې دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او د شکایتونو د څېړنې ریاست په غزني ولایت کې ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۹۰۰ زیاتې بېلابېلې قضیې څېړلي دي. دې قضیو کې کورني اختلافونه، د میراث حقونو تر پښو لاندې کول، جبري ودونه، د ښځو د شخړو په بدل کې ورکول او قومي ستونزې شاملې دي.

د غزني د والي ویاند عزت‌الله سعیدي، چې د طالبانو له خوا ټاکل شوی، په یوې خبري غونډه کې وویل چې دغه ریاست د غیرشرعي تعویذونو پر کارونې هم اقدام کړی او په دې موده کې یې ۱۸ تعویذنویسانو ته د کار اجازه بنده کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په یاده موده کې ۸۹ شکایتونه یادې ادارې ته ثبت شوي، چې تر اوسه ۵۰ یې حل شوي دي. د ده په وینا، د همدې مودې په ترڅ کې ۱۶۸۴ کسان د «منکراتو» په تور قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

خو د بشري حقونو ادارې او ځايي اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي چې د طالبانو د دې ادارې کړنې د خلکو د ستونزو د حل پر ځای د ټولنیز کنټرول او د فردي ازادیو د محدودولو بڼه غوره کړې ده. دوی وایي، ډېرې قضیې د خپلواکو محکمو د نشت له امله سمه څېړنه نه کېږي یا هم د زور او ګواښ له مخې پای ته رسېږي.

طالبانو، چې داخلي او نړیوال مشروعیت نه لري، له دې ډول ادارو سره هڅه کوي د خلکو پر شخصي ژوند زیاته ولکه پیدا کړي. دا چاره د ښځو د حقونو فعالانو او مدني څېرو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button