سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: د طالبانو د حکومت عادي کول اندېښمنوونکی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ خبرداری ورکړی چې افغانستان دا مهال د جنسیتي برابري پر وړاندې د معاصر تاریخ له تر ټولو سختو او سیستماتیکو بریدونو سره مخ دی.

نوموړي ویلي چې دا مهال په افغانستان کې وضعیت تر ډېره وخیم دی او نړیواله ټولنه باید د طالبانو چلند عادي نه ګڼي او د بشري حقونو ښکاره سرغړونو ته پټه سترګه ونه نیسي. هغه ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو، غږ او سیاسي او پرېکړو نیولو پروسو کې د هغوی ګډون ته لومړیتوب ورکول، د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.

په راپور کې راغلي چې د بدني سزاوو زیاتېدو، تښتیدنو، د پخواني حکومت مامورینو او امنیتي ځواکونو سره تاوتریخجن چلند، او په رسنیو او مدني بنسټونو نوې محدودۍ اندېښنې راپارولي دي. دا وضعیت داسې مهال رامنځته شوی چې افغانستان له ژور بشري بحران سره مخ دی، او د نړیوالو مرستو کمښت یې ستونزه لا پسې ژوره کړې.

ریچارډ بېنټ په څرګند ډول خبرداری ورکړی چې د بشري او بشري حقونو اړوندو مالي سرچینو پرېکول، د افغان ولس د وروستۍ ملاتړې کرښه کمزوري کوي. هغه د مرستندویو هېوادونو نه غوښتنه کړې چې د افغانستاني او ښځو ته ځانګړو بنسټونو ملاتړ بیا پیل کړي او دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو سخت محدودیتونه پر ښځینه کارکوونکو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو ملي کارکوونکو باندې، بې‌مخینې او نه‌منل کېدونکي دي، او د مرستو رسولو پر بهیر یې جدي منفي اغېز کړی دی.

دا ځانګړی استازی د طالبانو لخوا د قومي، مذهبي او ژبنیو اقلیتونو پر وړاندې د توپیر هڅو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د دغو ډلو غوښتنو ته د طالبانو نه‌پاملرنه، کړکېچونه لا زیات کړي. هغه غوښتنه کړې چې دا تبعیضي برخوردونه دې پای ته ورسېږي او اقلیتونو ته دې د هېواد د راتلونکي پر اړه تصمیم نیونه کې واقعي ونډه ورکړل شي.

بېنټ همداراز د طالبانو له سخت دریځه ایډیولوژۍ څخه د اوږدمهاله خطرونو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا تفکر یو نوی نسل د سرکوب، فقر او ناامېدۍ په فضا کې افراطیت ته ورکاږي، چې یواځې افغانستان نه‌بلکې نور هېوادونه هم پرې اغېزمن شي.

هغه د ګاونډیو هېوادونو لخوا د افغان کډوالو ټولیز اخراج او د ځینو اروپايي هېوادونو له لوري جبري شړل هم وغندل، او له حکومتونو یې وغوښتل چې د «جبري نه‌ستنېدو اصل»—چې د نړیوالو قوانینو بنسټیز اصل ګڼل کېږي—ته ژمن پاتې شي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې چې که څه هم وضعیت ناوریني بڼه لري، خو افغانستان باید یوه «له لاسه وتلې قضیه» ونه ګڼل شي. د هغه په باور، د بشري حقونو پراخې سرغړونې نه‌دي حتمي، او ورته بې‌تفاوتي خپله ستره تېروتنه ده.

ریچارډ بېنټ په پای کې په دغه برخه کې ځينې مثبت پرمختګونه هم یاد کړي، لکه د نړیوال جنایي محکمې له خوا د نیولو حکم صادرول، د خپلواکو څېړنو میکانېزم جوړول، او جنسیتي اپارتاید ته د جنایت د پېژندلو لپاره د بحثونو پیل.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی چې د افغانستان له وضعیت څخه نننۍ سترګه پټونه، نه‌یوازې د افغانانو پر وړاندې خیانت ګڼل کېږي، بلکې د نړیوالې ګډې نظم بنسټونه به هم له خطر سره مخ کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button