ټولنه‌یزمهم خبرونه

ایران او افغانستان د افغان زده‌کوونکو د زده‌کړې د اسانولو لپاره ګډ کمیټه جوړوي

په تهران کې د ایران د اسلامي آزاد پوهنتون د رئیس او د طالبانو د ادارې د سفیر ترمنځ وروستي ناستې کې، دواړه لوري دې هوکړې ته رسیدلي چې د افغان زده‌کوونکو د زده‌کړې د شرایطو د ښه‌والي او د ښوونیزو امکاناتو د پراختیا لپاره به یوه ګډه کمیټه جوړیږي.

په دې لیدنه کې چې د اسلامي آزاد پوهنتون رئیس ډاکټر بیژن رنجبر، د پوهنتون د نړيوالو چارو مرستیال ډاکټر رسول موسوي، او په تهران کې د طالبانو د ادارې سفیر مولوي فضل محمد حقاني ګډون درلود، اصلي موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او ښوونیزو اړیکو پیاوړي کول او د افغان زده‌کوونکو لپاره د ښوونې خدماتو کیفیت ښه‌والی و.

ډاکټر رنجبر وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اوږدو فرهنګي اړیکو په پام کې نیولو سره، دواړه هېوادونه د پراخو علمي همکاریو وړتیا لري. نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي آزاد پوهنتون د کابل څانګه د افغان متخصصینو د نوي نسل په روزنه کې مهمه ونډه لري او د دې مرکز فارغان د افغانستان په کچه اغېزمن رول لوبولی.

هغه د اسلامي آزاد پوهنتون د افغان زده‌کوونکو د نړیوالو علمي بریاوو یادونه وکړه او ویې ویل چې په ایران کې میشت افغان زده‌کوونکي له علمي او اخلاقي اړخه پر لوړ معیار برابر دي. نوموړي زیاته کړه چې پوهنتون چمتو دی نور افغان زده‌کوونکي هم ومني.

رنجبر همداراز څرګنده کړه چې به د اسلامي آزاد پوهنتون او د افغانستان سفارت ترمنځ ګډه کمیټه جوړیږي څو د بشپړې همغږۍ او اصولو په پام کې نیولو سره، افغان زده‌کوونکو ته غوره زده‌کړیز چاپېریال برابر کړي او د هغوی احتمالي ستونزې راکمې کړي.

بلخوا، مولوي فضل محمد حقاني په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې د طالبانو د ادارې او اسلامي آزاد پوهنتون ترمنځ باید علمي او فرهنګي همکارۍ پراخې شي. هغه د دواړو هېوادونو د ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د دوامدارو او منظم تعاملاتو غوښتنه وکړه.

دا خبرې داسې مهال ترسره شوي چې په تېرو کلونو کې سلګونه افغان ځوانان د لوړو زده‌کړو لپاره ایران ته تللي، خو په کور دننه د طالبانو د ادارې د متغیرو سیاستونو او محدویتونو له امله له ګڼو ستونزو او نابلدتیاوو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button