ټرمپ د اوکراین د سولې خبرو کې د ستر پرمختګ احتمال یاد کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ښایي د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کې ستر پرمختګ رامنځته شي.
ټرمپ د یکشنبې په شپه په خپلو ټولنیزو رسنیو کې په احتیاط سره څرګنده کړې: «کېدای شي د اوکراین او روسیې مذاکراتو کې لوی پرمختګ وشي؛ ممکن ښه څه واقع شي، که څه هم تر هغې چې زه یې خپله ونه ګورم، باور نه شم کولای.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې له ۲۰۲۲ کال راهیسې چې دا جګړه پیل شوې، تل له جدي ننګونو او ناکامیو سره مخ دي. د اوکراین جګړه نړیوالې اندېښې راپورته کړې دي.
په ورته وخت کې، د آلمان حکومت ویاند نن ویلي، چې د اوکراین د بحران په اړه د جنیوا خبرې اترې مثبت ارزول شوې دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو ترمنځ د اجماع شتون خورا مهم دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې د لوېدیځو هېوادونو او امریکا ترمنځ د اوکراین په اړه وروستۍ خبرې اترې «رغاوونکي» وې. هغه زیاته کړه، چې دغو غونډو «ګټور» و او د راتلونکو ګامونو لپاره یې زمینه برابره کړې.
د نوامبر په ۲۳مه، د امریکا، اوکراین او څو اروپایي هېوادونو استازو په جنیوا کې سره وکتل، تر څو د سولې هغه طرح تر ارزونې لاندې ونیسي کومه چې د ټرمپ له لوري وړاندې شوې وه. دا طرحه ۲۸ مادې لري او د جګړې د پای ته رسونې لپاره د یوه چوکاټ په توګه وړاندې شوې.
د دې جنجالي وړاندیز له مخې، اوکراین دې ته اړ کېږي چې د خپلې خاورې یوه برخه روسیې ته وسپاري، خپل نظامي ځواکونه کم کړي، او له ناټو سره د یوځای کېدو پرېکړه بنده کړي؛ دا غوښتنې له سختو نیوکو سره مخ شوې او ډېرې پوښتنې یې راولاړې کړي دي، په ځانګړې توګه د کیف د ملاتړو هېوادونو، شنونکو او پوهانو له لوري.




