امنیت او پېښېمهم خبرونه

نږدې ۱۰۰ ټنه بې‌کیفیته تېل په اسلام‌قلعه کې ویجاړ کړای شول

د هرات ولایت د اسلام‌قلعه ګمرک چارواکو نږدې ۱۰۰ ټنه غیرمعیاري او قاچاق شوي نفت‌مواد، چې پترول او دیزل پکې شامل وو، له منځه وړي دي. دا اقدام د محکمې له پرېکړې او د لابراتواري ازموینو وروسته ترسره شوی دی.

د طالبانو د ماليې وزارت په وینا، دغه تېل د قاچاق کوونکو له خوا او د سوداګریزو وسایطو په وسیله په څو پړاوونو کې افغانستان ته را وارد شوي وو. د ګمرک کارکوونکو دغه محمولې تر نیولو وروسته، وارزولې او وڅېړلې.

د څېړنو پایلې ښيي چې دغه تیلو د تخنیکي منل شویو معیارونو څخه ښکته کیفیت درلود او کارول یې وسایطو ته جدي تخنیکي زیانونه رسوي او چاپېریال ته هم تاوان لري.

که څه هم د طالبانو اداره دا اقدام د عامې روغتیا د خوندیتوب لپاره اړین بللی، خو ګڼ شمېر کارپوهان وايي چې د اړوندو ادارو نه شفافه نظارت او پراخ فساد، د بې‌کیفیته توکو د زیات واردېدو لامل شوی دی.

د روڼ نظارت او رسمي ځواب‌ویو لیوالو ادارو د نشتوالي له امله، یوازې د دغو توکو ویجاړول نشي کولای د غیرمعیاري تېلو له قاچاق او وارداتو څخه مخنیوی وکړي. د دې وضعیت اصلي مسؤلیت پر هغو طالبانو چارواکو دی، چې نه یوازې یې د قاچاق مخه نه ده نیولې، بلکې د دا ډول تېلو د واردېدو زمینه یې هم برابره کړې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button