د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په دوحه کې له چارواکو سره ګوري

ریچارد بنت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر له لومړۍ تر څلورمې نېټې پورې قطر ته سفر کوي. د دې سفر موخه له قطري چارواکو، په قطر کې د مېشتې نړیوالې ټولنې استازو او یو شمېر افغان وګړو سره د افغانستان د خلکو د بشري حقونو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې دي.
دا سفر وروسته له هغې کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د هیوادونو د اجماع له لارې د ریچارد بنت د ماموریت موده وغځوله؛ یو اقدام چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د خراب وضعیت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د ژورې اندېښنې څرګندويي کوي.
ریچارد بنت هڅه کوي چې د سیمې او نړۍ له نفوذ لرونکو هېوادونو سره په لیدنو سره، د افغانستان د بشري حقونو د پراخو نقضونو پر وړاندې یو همغږی او اغیزناک غبرګون رامنځته کړي. نوموړی ټینګار کوي چې د افغانستان د ټولو وګړو د حقوقي او بشري وضعیت د ښه والي لپاره یو څو اړخیز او ټولګدون لرونکی چلند اړین دی.
له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا پر افغانستان واکمن شوي، د وګړو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، او قوميـمذهبي لږکیو حقونه پراخې سرغړونې شوي، چې دا وضعیت د نړیوالې ټولنې جدي اندېښنې راپارولي دي. سره له دې چې نړیواله ټولنه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري، خو تر دې مهاله یې د طالبانو پر اداره د جدي سیاسي فشارونو او عملي اقداماتو کچه کافي نه ده بلل شوې.




