طالبانو له هېواد څخه د یو نیم میلیون نشهیي تابلیټونو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د داخله وزارت ویلي، چې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو میلیون او ۶۵۰ زره نشهيي تابلیټونه د پولیسو لخوا کشف او ضبط شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي چې له نشهيي موادو سره مبارزه د داخله وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې دوی محسوسې لاسته راوړنې درلودلې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو او ان له ځینو اروپایي هېوادونو څخه افغانستان ته د پرمختللو نشهيي موادو د قاچاق جریان ډېر شوی دی.
که څه هم طالبان د نشهيي موادو سره د مبارزې ادعا کوي، خو د څارونکو ادارو، آزادو رسنیو او صلاحیت لرونکو بنسټونو د نشتوالي له امله، د دوی د ورکړل شويو معلوماتو اعتبار تر پوښتنې لاندې دی. همداراز، نړیوالو موثقو راپورونو ښودلې چې له دې ډلې د قدرت تر نیولو وروسته، په افغانستان کې د نشهيي موادو نویو قاچاقي او تولیدي بڼو پراخوالی موندلی دی.
نړیوالې ټولنې د طالبانو د ادارې له ظاهري هڅو اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې دا اداره دې له فساد ککړو شبکو او قاچاق کوونکو سره روڼ او مسؤلانه چلند وکړي.




